د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې ۳۴ وسلوال وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۴ وسلوال وژلي دي.

پوځ ادعا کوي چې دوی په سیمه کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له لارې وسلوالو ته دغه تلفات ور اړولي دي.پوځ دا مني چې په دغو عملياتو کې، لږ تر لږه څلور پوځيان هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ دغه عملیات په ( دته خېلو ) او ( شوال ) کې ترسره کړي دي. پوځ وايي په دته خېلو کې ۱۵ او شوال کې ۱۹ وسلوال وژل شوي دي.

شمالي وزيرستان د پاکستاني طالبانو مهم مرکز ګڼل کېږي. دا حملې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد د عملياتو وروستى پړاو اعلان کړ.

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې پوځي عمليات پيل کړي وو، چې د پوځ د معلوماتو له مخې، په نتيجه کې يې تر اوسه ۳۵۰۰ نه زيات وسلوال وژل شوي دي.

دا چې د پاکستان پوځ سیمې ته ازادې سرچینې او خبریالان نه پریږدي نو ځکه د پوځ ددغو ادعاوو تصدیق د خپلواکو ادارو لخوا شونی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG