د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې پر یوه جومات ځانمرګو بریدونو ۱۵ کسان وژلي


د بغداد په شمال لویدیځ کې د شیعه ګانو په سیمه الشعله کې د پنجشنبې پر ورځ پر یوه جومات په ځانمرګو بريدونوکې ۱۵تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.

روغتیايي کارکونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د تلفاتو شمیر ښايي زیات شي.

خو اسوشیېټډ پرېس اژانس وايي چې په جومات کې بمي چاودنه شوې او ځانمرګی بريد سیمې ته نږدې د یوې امنیتي پوستې په دروازه کې شوی دی.

رویټرز د پولیسو په حواله وايي چې څلور امنیتي ساتونکي هم وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د داسې بريدونو پړه د داعش پر وسله والو ور اچول کیږي چې سنیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG