د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘وزیرستاني کډوال به سږ کال خپلو سیمو ته ستانه شي’


د شمالي وزیرستان پوليټيکل انتظاميه وايي، د بې کوره کړل شوو کډوالو د بيا ستنېدو لپاره حکومت خپل کارونه ګړندي کړي او ټول کډوال به د روان کال تر پايه ستانه کړل شي.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل اېجنټ کامران اپريدي د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په سيمه کې به د ژوند د بنيادي اسانتياوو تر برابرولو وروسته دوی لېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ځايي خلکو او جرګې په خوښه به د ميرام شاه بازار په نوې نقشه له سره جوړول کېږي.

اپريدي دا هم وويل چې د روغتون او تعليمي ادارو د بيارغونې لپاره هم يې په کارونو پېل کړی دی.

په شمالي وزيرستان کې څه باندې يو نيم کال وړاندې د پاکستاني پوځ لخوا د وسله والو پر ضد عمليات پېل شول چې په ترڅ کې يې څه باندې ۱۰ لکه ځايي کسان بې کوره شول چې زياتره يې په خېبر پښتونخوا کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG