د لاسرسي ځای

تازه خبر

پير ګيلاني: د يو باعزته سولې د ټینګښت لپاره به هڅې وکړم


د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر پير سید احمد ګیلاني وايي چې د يو باعزته سولې د ټینګښت لپاره به هڅې وکړي. پير ګیلاني تېره ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان بحران باید په سوله يیز ډول حل شي څو خلک په امنیت کې ژوند وکړای شي.

((زه امید لرم چې موږ به وتوانیږو چې یوه سمه لاره پيدا کړو څو ټول افغانان مطمين شي او د وروڼو په ډول ژوند وکړي.))

بلخوا افغان چارواکي وایي، له پاکستانه یې غوښتي چې د سولې په راتلونکو مخامخ خبرو کې د طالبانو ۱۰ بانفوذه استازي د خبرو مېز ته حاضر کړي. ها خوا اسلام اباد وايي چې د افغانستان په لانجه کې يې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې په مذاکراتو کې باصلاحيته استازي وروپېژني.

د افغان سولې په اړه د څلورمې څلور اړخیزې غونډې له پریکړې سره سم، ټاکل شوې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG