د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر د ګوادر ـ کاشغر اقتصادي لارې د نه بدلولو ژمنه وکړه


د پاکستان ولسمشر ممنون حسین
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين يو وار بيا ويلي چې حکومت له چين سره اقتصادي راهدارۍ کې بدلون نه دی راوستی.

نوموړي دا خبره د فبرورۍ په ۲۰ مه، په اسلام اباد کې د سرحد پوهنتون يوې دستورې ته د وینا پرمهال وکړه، او زياته يې کړه، چې د اقتصادې راهدارۍ ګټې به ټولو صوبو ته رسيږي.

ممنون حسين دا هم وويل چې له چين سره اقتصادي راهدارۍ کې یوازې سرکونه جوړول نه دي بلکې دا يوه لويه پروژه ده.

د پاکستان ولسمشر دا څرګندونې په داسي حال کې کړې، چې د پوځ مشر جنرال راحيل شریف په دي وروستيو کې وویل چې د اقتصادي راهدارۍ خلاف له ټولو کمپاينونو څخه خبر دی، او دا پروژه به په هر حال کې سر ته رسوي، خو د پښتونخوا ولسي تحريک مشر سيد عالم محسود پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت بايد د دوی تحفظات لري کړي.

بلخوا ملت پاله ګوندونه هم دغه غوښتنه کوي چې په اقتصادي راهدارۍ کې د مغربي لارې په هکله دې حکومت خپل موقف څرګند کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG