د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روسیه دې پر شامي منځلارو یاغیانو بریدونه ودروي'


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې روس دې په شام کې پر منځلاريو باغیانو بمباري ودروي.

دواړو مشرانو پرون د اتوار ورځ له هغه وروسته ټیليفوني خبرې وکړې چې څو ورځې وړاندې ستر نړیوال قوتونه په شام کې د روانې جګړې په محدوده پیمانه په ودرولو سلا شوي دي. البته په جګړه کې ښکېلو خواوو لا هم دغه لوظنامه نه ده لاسلیک کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي اوباما له پوتین سره په خبرو کې په شام کې په زغرده د انساني مرستو رسولو او د هوايي بریدونو په محدودلو تاکید وکړ.

د شام به باغیانو د روس د هوايی بریدونو له وجې شامي ځواکونو د دې جوګه شول چې د حلب ښار په بیرته نیولو د روانې جګړې تر ټولو لویه بریایه ترلاسه کړي.

هلته د روس ولسمشر دفتر کریملین وېلي چې پوتین او اوباما په دغه ټیليفوني خبرو کې د میونخ لوظنامې د عملي کولو لپاره په همکارۍ تندولو سلا شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG