د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د اسلامي دولت ډلې پر ضد په جګړه کې مرستو کولو ته تیار دی


د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر وايي، د سعودي عرب حکومت ورته اشاره ورکړې چې د اسلامي دولت وسله والو پر ضد په جګړه کې لا زیاتو مرستو کولو ته تیار دی.

کارټر د پنجشنبې پر ماښام دا خبره تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې اسوشي اېټډ پریس اژانس د سعودي عرب پوځ ویاند له خولې وویل، که د امریکا په مشرۍ اېتلاف د دوی وړاندیز ومني نو هېواد یې په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېدو لپاره د ځمکنیو سرتېرو استولو ته تیار دی.

برید جنرال احمد عسیري د پنجشبنې پر ورځ وویل، پر دې وړاندیز به د روانې میاشت په وروستیو کې په برسلز کې د اېتلاف له مشرانو سره خبرې کوي.

عسیري دا و نه ویل چې ریاض [په شام کې] د څومره سعودي پوځیانو ځای پر ځای کولو ته تیار دی.

کارټر په واشنګټن کې تصدیق وکړ چې دا وړاندیز د برسلز د خبرو په اېجنډا کې شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG