د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان وايي، د سولې بین الافغاني خبرې به ګټورې تمامې شي


د افغانستان دیني عالمانو په جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ کړی چې د سولې او پخلاینې خبرو ته دې حاضر شي.

د افغانستان دیني عالمانو یوې ټولنې نن په کابل کې په غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې بهیر بیا پیلولو له نړیوالو هڅو به بین الافغاني خبرې زیاتې اغېزناکه تمامې شي.

د دې ټولنې مشر عنایت الله بلیغ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا پر استازو هم غږ وکړ چې په څلور اړخیزه خبرو کې دې په ریښتیني ډول د سولې لپاره لار هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG