د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پر پولیس برید: دوه مړه او دوه ژوبل


د کوټې پولیس چارواکي وايي؛ د جمعرات په غرمه ددغه ښار د سټېلایټ ټاون په منیرمېنګل سړک وسله والو په ‌‌‌‌‌‌ډزو دوه پولیس سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د پولیسو په خبره څلور پولیس سرتېري چې پر دوو موټرسایکلو یې ګزمه کوله، تر برید وروسته دوو سرتېرو په همغه ځای ساه ورکړه او دوه نور لاهم ټپيان دي.

برید کوونکي ترپېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG