د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسناد وښیه! بریدګر له افغانستانه تللي ول


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د خپلې دې ادعا په اړه چې ګوندې پر باچا خان پوهنتون د دغه هېواد له خاورې څخه حمله پلان شوې؛ اسناد وړاندې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ پاکستان په نوموړي هېواد کې پر باچا خان پوهنتون د حملې په اړه چې وايي؛ د افغانستان له خاورې پلان شوې هېڅ ډول اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیر له پاکستان څخه د دوی د ادعا په اړه اسناد او شواهد غوښتي دي.

"لومړی موږ دغې حملې او نورو ورته حملو سره د افغانستان اړاو په شدت سره ردوو؛ خو که دوی ادعا لري چې اسناد او شوهد لري او داشان ادعا یې کړې؛ نو موږ له دوی وغوشتل چې خپل اسناد او شواهد مطرح کړي. خو دوی یواځې دغه ادعا ګانې د رسنیو له لارې مطرح کړي او تر اوسه یې په دې اړه موږ ته کوم اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د افغانستان یو کونسلېټ وربللی وو او هغه ته یې ویلي ول د څېړنو پایلې ښيي چې په چارسده کې د باچا خان پر پوهنتون د ترهه ګرو حمله له افغانستان نه کنټرول کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د څلور کسانو له خوا د تېرې اونۍ په حمله کې یو ویشت تنه وژل شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي دي.

پاکستان له افغان حکومته غوښتي چې د هغو کسانو پر ضد چې په دغه حمله کې یې لاس درلود اقدام وکړي او محکمې ته د راګاږلو په برخه کې یې له پاکستان سره مرسته وکړي.

تر دې دمخه د پاکستان وزیر اعظم او د دغه هېواد د پوځ مشر هم ادعاوې کړې وې چې پر باچاخان پوهنتون حمله کوونکو له افغانستان سره تیلفوني اړیکې درلودلې.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي؛ پاکستان په دې کار سره هڅه کوي دا وښيي چې د ترهګرو مرکزونه په دغه هېواد کې نه په افغانستان کې دي.

د چارو کارپوه احمد سعیدي وايي؛ پاکستان په دغو ادعاوو سره هېڅ هم لاسته نشي راوړلی:

"یواځې غواړي د پاکستان خلکو ته وپوهوي چې د پاکستان ستونزه له افغانستان څخه ده؛ تاسې د پاکستان له حکومته ملاتړ وکړئ؛ ځکه ترهګر په افغانستان کې دي، هڅه کوي موږ په سیمه کې سپوتاژ کړي؛ خو په دې کار سره څه لاس ته نه راوړي."

پر باچاخان پوهنتون تر حملې ورسته د پاکستان حکومت د بشري حقونو د ځینو فعالانو او یو شمېر نورو بنسټونو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د عمل د ملي پلان د نا سم پلې کېدلو له امله له انتقادونو سره مخ شو.

دوی ادعا وکړه چې پاکستان د دغه پلان په سم پلې کولو او په خپله خاوره کې د ترهګرو په ځپلو کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG