د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په دوو ایالتونو کې د توپانونو له امله بیړنۍحالت اعلان شوی


د امریکا په ختیځو او جنوبي ایالتونو کې توپان په سلګونو الوتنې لغوه کړې او د دغه هېواد په شپږو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

په مرکز واشنګتن کې سخت باد د واورو غونډۍ جوړې کړې دي.

په واشنګتن کې وړاندوینه شوې ده چې ښایي واوره ۶۰ سانتي مترو ته ورسېږي.

په امریکا کې د واورو له کبله په ترافیکي پېښو کې لږترلږه اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمعه او شنبې شاوخوا۶۳۰ الوتنې چې اکثره یې له نیویارک او فیلادلفیا کیدې، وځنډیدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG