د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د القاعدې ډلې درې قومندانان نیول شوي


د کراچۍ پولیسو ترهګرۍ مخنیوي څانګې د القاعدې او لشکر جنګوي ډلو درو قومندانانو نیولو دعوه کړې.

د دې څانګې مشر علي رضا تېر ماښام خبریالانو ته وویل، د القاعدې دوه قومندانان محمد ارشاد او قاري محسن، او د لشکر جنګوي ډلې قاري محمد اکرم نومېږي.

علي رضا زیاته کړه چې نیول شویو کسانو د ښار پر شاهراه فیصل پر یوې مهمې ودانۍ د حملې پلان جوړ کړی وو. هلته د رېنجر ځواک چارواکي وايي، دوی هم د پنجشبنې پر ورځ د ښار په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال له ۱۰ زیات مشکوک وسله وال نیولي دي.

وسله والو ډلو د پولیسو او رېنجر ځواک دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG