د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په عرب چارو کې د ایران لاسوهنه غندو"


د یکشنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عرب لیګ غونډه. ۱۰م جنورۍ ۲۰۱۶م کال

سعودي عرب له هغه وروسته له تهران سره خپلې سفارتي اړیکې وشلولې چې په تهران کې قهرجنو مظاهره چیانو د سعودي عرب پر سفارت برید وکړ.

د عرب لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ایران وغانده چې د دوی په خبره په عرب چارو کې لاسوهنه کوي.

د یکشنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عرب لیګ په غونډه کې شریکو وزیرانو پر ایران تور پورې کړ چې نړیوال تړونونه یې مات کړي اوپه لوی لاس یې په تهران کې د سعودي عرب د ډپلومېټانو ساتنه نده کړې.

په دې غونډه کې، لبنان چې یو زیات شمېر شییعه ګان لري او د حزب الله ډلې مرکز دی، د دې څرګندونو مخالفت وکړ.

سعودي عرب له هغه وروسته له تهران سره خپلې سفارتي اړیکې وشلولې چې په تهران کې قهرجنو مظاهره چیانو د سعودي عرب پر سفارت برید وکړ.

دا مظاهره چیان له هغه وروسته راوپارېدل چې سعودي عرب یو مشهور شییعه ملا په دار کړ.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG