د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د قبایلي سیمو له کروندګرانو سره د تخمونو او سرو مرسته کړې


په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې یا نهې پر ماښام په یوه بیان کې ویلي، دا مرستې د امریکا نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) کړې دي.

بیان زیاتوي، قبایلي سیمو ته له ۱۸ زره څخه زیاتو ستنېدونکو کډوالو ته یې تخمونه او سرې ورکړې دي چې ښه فصلونه تر لاسه کړي او د ژوند اقتصادي حالت یې ښه شي.

د قبایلي سیمو چارو دفتر (فاټا سېکرېټرېټ) نن مشال راډیو ته وویل، دا مرستې کورمې، خیبر او شمالي وزیرستان ته ستنېدونکو کډوالو ته ورکړل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG