په کابل کې د دوشنبې په ورځد حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرته نږدې په تر سره شوي ځانمرګي برید کې پنځه افغان پولیس او دوه جرمن سرتېري ټپیان شوي دي.
د جرمني پوځ پر خپله ویب پاڼه ویلي چې دواړه عسکر ښه دي.
د جرمني مجلې [ډير شپیګل] د دوشنبې پر ورځ وویل،د حملې هدف د ناټو تر قومانده لاندې د جرمني عسکرو یو موټر وو چې یو جرمن جنرال په کې سپور وو.
د کابل نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان حق نواز حقیار د دوشنبې پر ورځ د مشال راډیو افغان څانګی ته وویل چې د زخمي پولیسو روغتیايي حالت ښه دي.
برید د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ختیځې دروازې ته نږدې شوې ده.