د افغانستان امنتي چارواکي وايي چې په فاریاب ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسله وال طالبان وژلي دي.
دا خبره په فاریاب ولایت کې د ملي پوځ د ځواکونو یو ویاند جګړن رضا رضایي بېګا مشال راډیو ته وکړه.
ده وویل، دا عملیات د سېشنبې پر ورځ د یاد ولایت د قیصار او غورماچ ولسوالیو په کنجک او چهارشنبه نومي سیمو کې شوي دي.
رضايي وویل چې په وژل شوو کې د طالب وسله والو یو مشهور کومندان ملا صمد هم شامل دی.
نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسله وال ټپي شوي هم دي.
د طالبانو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.