د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د بېنظیر بوټو اتم تلیم لمانځلی کیږي


د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې او د پيپلز ګوند د مشرې بېنظيربوټو اتم تلين نن د اتوار په ورځ لمانځلی کېږي.

د پيپلز ګوند يو مشر فصل کريم کنډې پرون مشال راډيو ته وويل چې د تلين په غونډه کې د ګوند شريک چئيرمېن او د بېنظير بوټو خاوند اصف علي زرداري ګډون نه کوي، د ده په خبره ځکه چې زرداري دا مهال په دوبۍ کې دی او ډاکټر يې اجازه نه ورکوي چې د جهاز سفر وکړي.

بېنظير بوټو، د ۲۰۰۷ کال د دسمبر د مياشتې په ۲۷مه نيټه په پنډې ښار کې د يوې لويې غونډې وروسته په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شوه. د هغې د مړينې په اړه لا تر اوسه پلټنې روانې دي.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG