د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هلمند هېڅ جدي ګواښ نه لري"


د افغانستان دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وایي، د هلمند امنیتي وضیعت د مدیریت وړ دی.

معصوم ستانکزي نن د کورنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې د خبرو پرمهال د هلمند امنیتي ستونزې ومنلي خو ویې ویل چې د دې ولایت د امنیتي وضیعت په اړه هیڅ ډول جدي اندېښنه نشته.

ښاغلي ستانکزي وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو په برخه کې جدي تدابیر نیول شوې دي.

د یادولو ده چې په تېرو څو ورځو کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو په ځانګړي ډول په سنګین کې درنه جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG