د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي د جمعې ورځ کابل ته ځي


د هند وزیر اعظم نریندرا مودي
د هند وزیر اعظم نریندرا مودي

د هند یوې ورځپاڼې (انډین اکسپرېس) د هند بهرنيو چارو وزارت چارواکو له خولې کښلي چې د دغه هېواد وزیر اعظم نرېندرا مودي به د جمعې په ورځ کابل ته ځي او هلته به د افغان حکومت له مشرانو سره یوځای د افغانستان ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستنه کوي.

ویل کیږي چې د ملي شورا پر دغه نوې ودانۍ چې هند جوړه کړې، نژدې ۹۰ میلیونه ډالر لګښت راغلي دي.

د هند په مرسته د ملي شورا د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې په۲۰۰۷ م کال کې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۱ م کال تر پايه بشپړه شي خو تر ټاکلې مودې یې څلور کاله زیات وخت واخیست.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG