د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې داعش ډله هلته د اېف اېم راډیو له لارې د ځان لپاره تبلیغات کوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ذبیح الله زمری وايي داعش غواړي له دې لارې خپلو لیکو ته د جلب او جذب لپاره کار وکړي.
دی وايي ولایتي اداره باید د دې تبلیغاتو مخه ونيسي:
د ننګرهار ولایتي اداره هم دا مني چې داعش وسله والې ډلې په دې ولایت کې د یوې اېف اېم راډيو له لارې نشرات پيل کړي.
د والي ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي دغه راډيو د پولې هاخوا نشرات کوي او د مخنیوی په خاطر يې په ننګرهار کې له پاکستان قونسله رسمي غوښتنه کړې ده.
پاکستانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.