د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د سویډن له چارواکو سره ویني


افغان ولسمشر اشرف غني نن په سویډن کې د هغه هېواد له چارواکو سره ویني.

په سویډن کې د افغانانو یوې ټولنې مشر نسیم سحر بېګا مشال راډيو ته وویل، هغه هېواد ته ورغلي ناقانونه افغانان وېره لري چې ښايي ولسمشر غني له سویډنیو چارواکو سره د کډوالو خپل هېواد ته پر ستنولو سلا شي.

د سویډن کورنیو چارو وزارت وار له مخه ویلي چې د شام، عراق او افغانستان ناقانونه کډوالو له کبله تر فشار لاندې دی او د دې بحران د زغملو توان نه لري. د پنجشنبې پر ورځ د جرمني چارواکو افغان ولسمشر غني ته ویلي ول چې ځېنې ناقانونه افغان کډوال به خپل هېواد ته ستانه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG