د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۲ وسله وال وژل شوي


په ننګرهار کې د افغان پوځ په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد بېګا مشال راډیو ته وویل، هوايي بمباري تېر مازیګر په شډل سیمه کې شوې چې پکې د ده په وینا، د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادو سرچینو هم لا د دې وژنو پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG