د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په خيبر ايجنسۍ کې يې ډیورنډ کرښې سره نزدې په هوایي بمبارۍ کې ۱۷ مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د جمعې پر ورځ په يو بيان کې ويلي دي چې د خېبر ايجنسۍ په راجګال سيمه کې د وسله والو پټن ځايونه په نښه کړل شوي دي.

پوځ ويلي دي چې په وژل شوي کې بهرني وسله وال هم شامل دي. په دغه سيمه کې د پوځ لخوا عمليات د هغه پوځي عملیاتو برخه ده چې په تير کال کې يې په شمالي وزيرستان کې پېل کړي وو.

په دغو عملياتو کې پوځ ادعا کوي چې تراوسه پوري يې له درې نيمه زرو څخه زيات وسله وال وژلي دي.

وسله والو د تازه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم آزادو سرچينو د پوځي ادعاوو تصديق کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG