د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجریا: ځانمرګي برید ۲۱ کسان وژلي


په نایجریا کې د جمعې پر ورځ په يو ځانمرګې بريد کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي.

دغه بريد چې په مبينه توګه بوکوحرام وسله والي کړي، هدف يې د شییعه ګانو ځانګړو مراسم وو چې په سلګونو کسانو په کې ګډون درلود.

دا بريد د نايجريا په دويم لوی ښار کانو کې د اربعين مراسمو کې شوي چې د مراسمو ګدونوال د قديم اسلامي ښار زاريا ته روان وو.

یو بل ځانمرګې بريد ګر تر حملې وړاندې نيول شوی دی. بوکوحرام سني وسله واله ډله د نایجریا په شمال ختیځ کې فعالیت لري او له اسلامي دولت له وسله والوسره يې بیعت اعلان کړی دی.

د بښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل د شميرو ترمخه بوکو حرام ډلې په تيرو شپږو کالو کې له شلو زرو څخه زيات کسان وژلي دي او درويشت لکه خلک خپلو کورونو پرښودو ته مجبور شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG