د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د پاکستان کرکت لوبډلې ته له هند سره د سیالیو کولو اجازه ورکړې


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د هغه هېواد کرکت لوبډلې ته په سريلنکا کې له هند سره د سیالیو کولو اجازه ورکړې ده.

تېر ماښام د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، پاکستان کرکت بورډ نواز شریف ته له هند سره د کرکټ لوبو په اړه یو لیک استولی وو چې په ځواب کې یې نوموړي ورته د سیالیو کولو اجازه ورکړه.

څه موده مخکې هند د امنیتي اندېښنو له کبله په پاکستان کې له لوبو کولو انکار کړی وو چې وروسته پاکستان هم له هند سره له سیالۍ کولو انکاري شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG