د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان سوله په پاکستان کې د شته ترهګرو له ځپلو سره تړلې ده"


د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي

افغان حکومت په مشروط او محتاطانه ډول د افغانستان د سولې د په ټپه درېدلو خبرو د بیا پیل کېدو هرکلی کوي.

ارګ ماڼۍ وایي تر هغو چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو مخه ونه نیسي د سولې خبرې به نتیجه ورنکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي ازادۍ راډیو ته وویل، افغان حکومت هغه وخت د سولې خبرو ته حاضر دی چې پاکستان په خپله خاوره کې موجوده ترهګر وځپي.

"زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستان د هغو ګروپونو پر وړاندې اقدام وکړي چې جګړه یې په افغانانو تحمیل کړې او په کلیو او ښارونو کې انتحاري حملې او چاودنې کوي؛ کله چې پاکستان دا اقدامات عملي کړي؛ موږ چمتو یو کې د سولې په اړه خبرې او بحث وکړو؛ له هغې وړاندې د سولې خبرې معنی نه لري."

دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي چې ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې داسې راپور خپور کړی چې واشنګټن ته د پاکستان پوځ لوی درستیز راحیل شریف د سفر په ترڅ کې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره یې خبرې وکړې؛ د دغه بهیر بیا پیلېدو په اړه د دواړه خواوو تر منځ هوکړه کړې ده.

بل خوا پاکستانۍ رسنۍ هم خبر ورکوي چې د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرو بیا پیلېدو لپاره په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بېرته پرانیستل کیږي چې ملا شېرمحمد اخوند به یې مشر او ملا حنفي به یې مرستیال وي.

خو یاد راپورونه تراوسه نه افغان حکومت او نه هم په خپلواکه ډول چا تایید کړي دي.

د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو دوهم دور په جولای میاشت کې له هغه وروسته پرې شو چې د طالبانو مشر ملا عمر د مړینې خبر نوې اندېښنې راپور ته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG