د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندز کې د بې پولې روغتون د هوایي برید تحقیاتو پایلې څېړو”


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوي قوماندان جنرال جان کمپبل په کندز کې د بې پولېډاکترانو پر روغتون، د هوايي برید په اړه د تحقیاتو پایلې څیړي.

د امریکا دفاع وزارت به وروسته د دې څیړنو پر اساس یو رپوټ د خلکو لپاره هم خپور کړي خو دقیقه نیټه یې لا نه ده څرګنده شوې.

د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا رپوټ به د جنرال کمپبل تر تاید وروسته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې ته واستول شي.

د اکټوبر پر دریمه په کندز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د روغتون ۱۲ کارکونکي او ۱۰ ناروغان ووژل شوي وو چې درې پکې ماشومان وو.

په دې برید کې 37 تنه زخمیان شوي هم وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG