د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوټین د ترهګرۍ مالي مرستو مخنیوي لپاره یو کمېسیون وګمارلو


کرېملېن وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ترهګرۍ ته د پیسو برابرولو مخنیوي لپاره د بېلابېلو ادارو ګډ کمېسیون جوړ کړی دی.

ولسمشر په ننني لاسلیک کړي فرمان کې امر کړی چې د لوی څارنوال دفتر، مرکزي بانک او سیمه ییز چارواکي دې په مشکوکو ترهګرو فعالیتونو کې د ککړو کسانو یا سازمانونو په اړه هر ډول مالومات نوي کمېشن ته وسپاري.

دا اقدام تر هغې وروسته شوی چې روسیې پخلی وکړ چې تېره میاشت په مصر کې مساپر وړونکې الوتکه د بمي چاودنې په نتیجه کې پرېوتې وه چې پکې ټول سپاره ۲۲۴ کسان وژل شوي ول.

پوتین د هېواد استخباراتي ادارې ته امر کړی چې د پېښې ذمه وار کسان دې ونیسي.

پوتین همداراز ژمنه کړې چې په شام کې به خپل هوايي بریدونه زیاتوي، چې د هغه په وینا، ((جنایتکاران پوه شي چې له بدله نشي خلاصېدای.)) اسلامي دولت ډلې د روسیې الوتکې غورځولو ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG