د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو د وسله والو پرضد د یووالي پرېکړه وکړه


د افغانستان د ننګرهار ولایت دشینوارود شپږو ولسوالیو قومي مشرانو د دوشنبې پر ورځ په جلال اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د حکومت ملاتړ او د وسله والو پرضد پاڅون به کوي.

د شینوارو د شپږو ولسوالیو مشران په داسې حال کې سره راټول شوي وو چې په دې وروستیو کې په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

د اچین ، دوربابا ، نازیان ، هسکې مینې ، سپين غر او غني خېلو مشرانو وویل خپل منځي اختلافات یې ختم کړي او د حکومت د کاملې همکارۍ هوډ یې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG