د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې ۱۲ وسله وال وژلي


د ننګرهارولایت چارواکي وايي، د امریکا یوې بې پایلټه الوتکې په برید کې دوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي،په وژل شویو کې درې تنه افغانان او نهه بهرني جګړه مار دي. دی وايي، دا وسله وال د شنبې ماښام په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې په نښه شول.

د ننګرهار والي ویاند همداراز ویلي دي چې په اچین ولسوالۍ کې له تېرو دوو اونیو په پوځي عملیاتو کې د داعش ډلې یوسل او پنځوس وسله وال وژل شوي دي. د عبدالزي په وینا په دې سیمه کې اوس د دولتي ځواکونو پوستې ځای پرځای شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG