د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې پر۲۵۰ کورنیو مرستې وویشل شوې


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ د ترکې هېواد پورې مربوط ټيکا موسېسې له لوري برابرې شوې مرستې د لغمان ولايتي ادارې په همکارۍ پرهغو دوه سوه پنځوس کورنیو وویشل شوې چې په دې وروستیو کې د طبیعي پيښو له امله زیانمنې شوې وې.

نوموړي وویل، په دغو مرستو کې د وریجو، غوړیو او اوړو سربیره د هرې کورنۍ لپاره یو یو ټوک قرانکریم هم شامل و.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې په لغمان کې د سرې میاشتې او نورو مرستندویه ادارو لخوا هم د وروستیو طبعي پيښو له امله پر زیانمنو شويو کورنيو مرستې ویشل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG