د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهورۍ کارخانې د را نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۳۸ ته رسېدلی


د پاکستان د پنجاب صوبي په لاهور کې د يوې کارخانې څلورم چت د راپرېوتو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی او د ژغورني عمليات اوس هم دوام لري.

د لاهور د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ يو چارواکي جام سجاد حسين نن مشال راډيو ته وويل چې اوس هم تر ملبې لاندي تر يو سل پورې کسان ګير دي.

دا پيښه د تيرې چارشنبي په ورځ رامنځ ته شوې وه. چارواکي وايي چې د ودانۍ د راپرېوتو لامل تراوسه پورې نه دی مالوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG