د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د سپاه پاسداران دوه غړي په شام کې وژل شوي


د ايران د سپاه پاسداران انقلاب دوه غړي په شام کې وژل شوي دي. په وژل شويو کې د ايران د پخواني ولسمشر يو ساتونکی هم شامل دی.

د ايران فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران د وياند، رمضان شريف له خولې ويلي چې عبدالله باقري او امين کریمي پرون او وړمه ورځ په شام کې د ماموریت پر مهال ووژل شول.

درې دېرش کلن باقري د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد شخصي ساتونکی وو او په شمالي حلب ښار کې وژل شوی دی.

شريف ويلي چې پنځه يا شپږ نور ايراني رضاکاران هم په شام کې وژل شوي خو ده د ټولنيزو رسنیو هغه اوازې رد کړې چې وايي په شام کې پنځلس ايرانيان وژل شوي دي.

ده وويل چې په شام کې د پاسدارانو شمېر په سیمه کې له وروستيو پرمختګونو وروسته زيات شوی خو نور جزيات يې ورنکړل.

ايران د شام د ولسمشر بشاراسد مهم ملاتړی دی، له دمشق سره مالي مرستې کوي او ورته نظامي سلاکاران لیږي.

د شام په کورنۍ جګړه کې تر دوه لکه او پنځوس زره زيات عام وګړي وژل شوي او په مليونونو بې ځايه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG