د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې دوه ټرافیک پولیس وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ټرافیک پوليس دوه اهلکار په ډزو وژل شوي دي.

پوليس چارواکو د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته ويلي دي چې دغه دواړه اهلکار د جمعې پر ورځد ډيوټۍ د ترسره کولو پر وخت د ناڅرګنده وسله والو لخوا وژل شوي دي.

د ضلعې پوليسو مشر جاويد اقبال ويلي دي چې د پيښې پلټنې يې پېل کړي دي.

تحريک طالبان پاکستان د پيښې پړه پر غاړه اخستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG