د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د بارک اوباما وروستۍ پرېکړه وستایل


افغان ولسمشر اشرف غني او د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ په افغانستان کې د راتلونکي کال تر پایه د ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو پاتې کېدو په اړه د امریکايي ولسمشر باراک اوباما پرېکړه ستایلې ده.

بېګا اوباما په خپله وینا کې وویل، د افغانستان ځواکونه لا په بشپړه توګه د خپلې خاورې ساتنې ته تیار نه دي نو ځکه د ۲۰۱۷ز کال تر جنورۍ وروسته به هم په هغه هېواد کې ۵۵۰۰ سرتېري ساتي.

اوباما ټینګار وکړ چې د دوی سرتېري به یوازې د افغان ځواکونو روزنې او د ترهګرۍ ضد عملیاتو دنده پر مخ وړي.

تر دې وروسته اشرف غني په خپله وینا کې وویل، د امریکا له همکارۍ سره به افغانستان د ترهګرۍ ضد یو پیاوړی مرکز شي.

هلته په برسلز کې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ وویل، په راتلونکو اوونیو کې به اتحادي هېوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نوم د ماموریت مستقبل په اړه هم مهمې پرېکړې وکړي.

امریکايي ولسمشر پر داسې مهال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو موده غځولې چې څو ورځې مخکې وسله والو پر کندوز ښار د حملې پر مهال ځېنې مهمې ودانۍ ونیولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG