د ترکي بهرینو چارو وزارت وايي، د پلازمینې انقرې پر یو ټرین سټیشن په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د لومړنیو رپوټونو له مخې ،دا بمي چاودنې د ښار د مرکزي ټرین سټیشن مخې ته شوي دي.
چارواکي وايي چې د مړو شمیره ډېرېدای شي. د چاودنو پر شا علت لا ندی مالوم خو د ترکي دوګان خبري اژانس وايي دا یو بمي برید وو.
د رویټرز خبري اژانس یو خبریال وايي چې د پیښې په ځاي کې يې د ۵۰ کسانو مړي لیدلي دي.
دا بمي چاودنې د امن په نوم تر هغه لاریون وړاندې شوې دي چې موخه يې د هیواد په جنوب ختیځه برخه کې د حکومت او کرد وسله والو تر مینځ د جګړې پاي ته رسولولپاره لار هوارول وو.