د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب ته د حج لپاره ۲۵ لکه کسان رسېدلي


په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵ لکه خلک د حج لپاره سعودي عرب ته رسيدلي دي چې پکې یونیم لکه پاکستانيان هم شامل دي.

د سېشنبې پر ورځ د حج مناسکو پيل په مکه مکرمه کې د احرام له تړلو وشو او نن ورځ به ټول حجیان د عرفات ميدان ته ځي.

د عرفات په ميدان کې به حجیان خطبه اوري او د غرمي او مازيګر ګډ لمونځ به ادا کوي او بیا به د مزذلفي په میدان کې شپه په عبادتونو کې تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG