د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالېنډۍ مرستندویه کارکوونکې له برمته ګرو خوشي شوه


په افغانستان کې یوه هالېنډۍ مرستندويه کارکوونکې له برمته ګرو سره د ۸۱ ورځو تېرولو وروسته د پنجشنبې پر ورځ خوشي شوه.

د هالېنډ د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې مېرمن ((انیا دې بیر)) په کابل کې د هالېنډ په سفارت کې ده او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

مېرمن دې بېر يو تجربه لرونکې مرستندويه کارکوونکې ده چې له ۱۵ کلونو را په دې خوا یې په افغانستان کې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو او په څو وروستیو کلونو کې يې په کابل کې د یوې سویټزرلېنډۍ غیرحکومتي ټولنې ((هېلويټاس)) لپاره کار کاوه کله چې نوموړې د جون په ۲۲ مه په کابل کې د خپل دفتر دباندې په سپینه ورځ د څلورو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شوه. د برمته ګرو پېژندګلوي نه ده شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG