د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق وزیر اعظم د وزارتونو ۱۲۳مرستیالان او مدیران له کارونو ګوښه کړي دي


د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي وویل، د وزارتونو ۱۲۳مرستیالان او عمومي مدیران یې له کارونو ګوښه کړي دي، څو اصلاحات راشي او د اداري فساد مخه ونیول شي.

حیدرالعبادي د چارشنبې پر ورځ په یو بیا کې دا څرګنده نه کړه چې کوم وزارتونه او ادارې له دې برطرفیو سره ډیرې اغیزمنې شوې دي.

تر دې وروسته چې په زرګونو کسانو تیره میاشت د عراق په بېلابېلو ښارونو کې د اداري فساد پرضد مظاهرې وکړې، العبادي د یو شمېر اصلاحاتو د رامنځته کیدو ژمنه وکړه.

العبادي د ولسمشر د دریو مرستیالانو او د وزیراعظم د دریو مرستیالانو څوکۍ هم له منځه وړې دي، همداراز یې د سیاستوالو د امنیت ساتنې پیسې قطع کړي او د کابینې دریمه برخه وزیران یې له کارونو ګوښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG