د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو خپل منځي اختلاف په جکړه واوښت


د افغانستان د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته تیاری نیول شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا ملا اختر محمد منصور شاوخوا شپږ سوه تنه د ملا منصور داد الله د پلویانو پر ضد د جګړې لپاره دې ولسوالۍ ته استولي دي.

راپورونه وايي چې ملا اختر منصور غواړي چې په یوه فرمان یا فتوا د هغو کسانو پر ضد جهاد اعلان کړي چې له ده سره بیعت نه کوي.

بلخوا د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان ملا منصور ته خبرداری ورکړی چې که دا ډول فتوا یې خپره کړه نو د طالبانو ترمنځ به د وینو سېل وبهېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG