د مومندو ایجنسۍ د پړانګ غار مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې دې ترقیاتي منصوبې پراخې کړل شي.
د پړانګ غار د اتمان خېلو قبیلي مشرانو د سېشنبې پر ورځ په یکه غونډ کې د یوې جرګې پر مهال وویل چې د تعلیم، صحت او د سړکونو منصوبې پراخولوسره دې د ملاکنډ ایجنسۍ پورې سړک او بندونه جوړ کړل شي.
په دغه موقع پولیټکل ایجنټ وقار علي خان جرګې ته وویل چې د بجټ زیاته برخه به پړانګ غار ته ورکوي او حکومت په راتلونکې کې د مومندو ایجنسۍ لپاره نورې پروژې هم په پام کې نیولي دي.