د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د افغاني مېوو محصول درې جنده زیات کړی"


د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، پاکستان پر افغاني مېوو محصول شاوخوا درې چنده زیات کړی دی.

د سوداګرۍ خونو مرستیال خانجان الکوزي بېګا مشال راډيو ته وویل، پاکستان پر یو ټن مېوو محصول له ۲۵۰۰ روپیو ۷۵۰۰ روپیو ته لوړ کړی چې دا د افغانستان سوداګرۍ او کرنې ته زیان رسوي.

تمه ده چې روان کال افغانستان ۲۰۰ ټنه تازه مېوې نړیوال بازار ته برامد یا صادره کړي چې لویه برخه یې پاکستان ته وړل کېږي.

الکوزي زیاته کړه چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت د پاکستان پر تازه مېوو مالیه زیاته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG