د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د تښتول شوې بهرنۍ مېرمنې برخلیک نه دی مالوم


د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تښتول شوې بهرنۍ مېرمنې برخلیک لا هم نه دی څرګند.

ویل کېږي چې دا تښتول شوې مېرمن د جرمني ده.

نوموړي د دوشنبې په سهار د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې تښتول شوې ده

که څه هم په رسمي توګه د دې مېرمنې د پوره پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي شوي خو خبري اژانس اسوشیټید پریس وايي نوموړې د (جې اې زیډ) په نامه یو جرمن ادارې کارکوونکې ده.

افغان چارواکي وايي چې دوی د دې مېرمنو د تښتوونکو د میندلو هڅې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG