د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغانستان سره د سولې په برخه کې بشپړ چمتو یو”


چین وایي په افغانستان کې د سولې په هر اړخیزو خبرو کې بشپړه ونډه اخیستو ته چمتو دی.

د چینزینهوا اژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ( هوا چینیانګ) له خولې خبر ورکړ ی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ وروستېو پېښو چین اندیښمن کړی دی.

هوا چینیانګ د جمعې پر ورځ وویل چې دا بریدونه ښایي د سولې د هڅو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې پخوا یو ځل له طالبانو سره د سولې خبرې په چین کې شوې وې.

د پاکستان مرکز اسلام اباد ته نږدې په مري کې هم چې کله د جولاي په اوومه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کړې وې،نو د چین د استازیو له لورې څارل کیدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG