د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران او اسلام اباد د تجارت او اقتصاد نوې لاري پرانیزي


د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف
د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف

'تهران د داعش پر ضد مبارزه کې د پاکستان ، ايران او افغانستان ترمنځ د هرډول همکاری هرکلی کوي'

د ايران بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والي ډلي شتون د سيمې لپاره ګواښ بللی دی او پر هېوادونو يې د مخنیوي ږغ کړی دی.

د زيارت په ورځ د پاکستان د سفر پر مهال په اسلام آباد کې د دې هېواد لومړي وزيرسلاکار سرتاج عزيز سره يوې ګډي خبري غونډه ته جواد ظريف وويل چې تهران د افغانستان د سولي عمل ملاتړی دی.

ده زياته کړه چې د سولي په پروسه کې بايد د تندلارېتوب پر ضد جګړه په پام کې ونيول شي پتېره بيا په افغانستان کې د داعش د نوو عناصر راپيدا کېدل د ټولو لپاره يو ګواښ دی.

نوموړي وويل چې تهران د داعش پر ضد مبارزه کې د پاکستان ، ايران او افغانستان ترمنځ د هرډول همکاری هرکلی کوي.

د پاکستاني لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز خبري غونډی ته وويل ،د ايران جوهري پروګرام پر سر نړيوال تړون وروسته ښايې له هغه هېواده بنديزونه لري شي چې دا به د تهران او اسلام آباد ترمنځ په سوداګريز او اقتصادي ډګرونو کې نوې لاري پرانزدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG