د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې چاودنې ۱۷ کسان وژلي


د چین په شمال ختیځ ساحلي ښار تیانجین کې یو درنې چاودنې لږ تر لږه اولس کسان وژلي او په سلګونه یې نور ټپي کړي دي.

د چین حکومتي رسنۍ وايي چې دا چاودنه په چارشنبه له ځايي وخت سره سم د شپې پر یوولس نیمې بجې هغه مهال وشوه چې په یو بار وړنکي کنټېنر کې پراته بارود وچاودل.

بیجینګ خبري اژانس ویلي چې له درې سوو تر څلور سوو ټپي شوي کسان د ښارروغتونو ته ور وړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG