د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي


د افغانستان په هلمند ولایت کې د پر دوو امنیتي پوستو د وسله والو په برید کې لږترلږه نهه پولیس وژل شوي او دوه ټبي شوي دي.

دا پېښې د چارشنبې پر ورځ رامنځ ته شوې دي. لومړی برید د لندۍ ناوې په سیمه کې شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چارشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی سیمې ته تللی دی.

عمر ځواک وویل چې دویمه پېښه په کنجک سیمه کې شوې ده چې وسله والو ته پکې هم زیان اوښتی خو دوی یې په اړه کره مالومات نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG