د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ۲۰۱۵ تر نیمایي ۵۰۰۰ کسان مړه او ژوبل


د یوناما د راپورله مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې په وسله والو نښتو کې نږدې پنځه زره ولسي کسانو ته مرګژوله اوښتې ده چې د تېرکال په پرتله په سلو کې یو زیاتوالی ښيي.

د دغه راپورله مخې د ښځو د مرګ ژوبلې په برخه کې په سلو کې ۲۳ او د ماشومانو په برخه کې په سلو کې ۱۳ زیاتوال راغلی دی.

په ټوله کې په سلو کې ۹۰ مرګ ژوبله، د چاودنو، ځمکنیو جګړو، پلان شوې وژنې، او ځانمرګي حملو له کبله ښودل شوې ده.

یوناما خپل دغه راپور نن (چارشنبه) له رسنیو سره شریک کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG