د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډورن برید د داعش ۱۲ وسله وال وژلي


په ننګرهار کې د امریکایې بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې د داعش دولس غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي مشال راډيو ته وویل چې دا کسان د چارشنبې پر ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ د هارون بابا په سیمه کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهارد امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال وایي چې پولیسو په رودات ولسوالۍ کې هم د همدې ډلې پنځه غړي نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG