د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د زرګونه افغان ماشومانو تعليم له ګواښ سره مخامخ دی


په سرانانو کې د افغان کډوالو پنډغالی
په سرانانو کې د افغان کډوالو پنډغالی

د پاکستان مرکزي حکومت په تېره (جون) میاشت کې په دغه هيواد کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې پر نړيوالې ادارې ((سيو د چلډرن)) د پاکستان په ضد کار کولو په تور بنديز ولګاوه خو څو ورځې وروسته يې بېرته اجازه ورکړه چې کارونه پېل کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت په تېره (جون) میاشت کې په دغه هيواد کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې پر نړيوالې ادارې ((سيو د چلډرن)) د پاکستان په ضد کار کولو په تور بنديز ولګاوه خو څو ورځې وروسته يې بېرته اجازه ورکړه چې کارونه پېل کړي.

بلخوا د مرکزي حکومت لخوا په بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو کې د دې ادارې چارواکو ته د خپلو پروژو او دفترونو د بندولو وويل شول چې پرېکړه يې تر اوسه هم پر ځای پاتې ده.

په بلوچستان کې که يو خوا دغه اداره په عامه توګه د ماشومانو په برخه کې له صوبايي حکومت سره په ګډه کار کوي نو بلخوا د دې صوبې د افغان کډوالو په يو شمېر پنډغالو کې د کلونو راهيسې تعليمي چارې پر مخ وړي.

په بلوچستان صوبه کې د افغان کډوالو په ۱۰ پنډغالو کې شاوخوا ۳۰ ښوونځي او ليسې فعاليت کوي چې څه باندې ۳۰ زره ماشومان درس پکې وايي. دا ټولې تعليمي ادارې د ۱۹۹۶م کال راهیسې د سيو د چلډرن تر انتظام لاندې کار کوي.

د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا په ياده صوبه کې د دې ادارې د بندېدو پرېکړې ګڼ افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

د سرخاب کېمپ د نهم نمبر ښوونځي سر ښوونکی دارو خان اعتمادي وايي چې د سيو د چلډرن په راتګ سره د ښوونځيو معيار لوړ شو او په خپل دوامداره کار سره يې مثثبت نتيجې ورکړي دي.

((د سيو د چلډرن په راتګ سره ښوونځيو پرمختګ وکړی او شاګردان يې له شپږم ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګي پورې ورسېدل. څوک استاذان شول او څوک ډاکټران او انجينيران شول. که چيرې د سيو د چلډرن پر ځای بله اداره راشي نو امکان نه لري چې د سيو د چلډرن

غوندې ښوونځي وچلوي نو په پای کې به له سقوط سره مخاخ شي. سيو د چلډرن د يو دولت په شان اصول درلودل. هرې څانګې ته يې خپل مامورين درلودل او هغوی خپله څانګه په ښه ايماندارۍ سره پر مخ وړل. دا نورې موسسې خو موږ په کېمپونو کې وينو چې څو مياشتې يا کال کار وکړي او بيا سقوط شي. د دې ښه مثال اوس د سرخاب روغتون دی چې نه لابراتوار لري او نه هم چنداني ډاکټران وظيفه پکښې اجرا کوي.))

بلخوا د بلوچستان په افغان پنډغالو کې د ماشومانو د تعليم لپاره فعاليت کوونکی افغان ځوان ظاهر پښتون وايي چې يو خوا سيو د چلډرن له مالي پلوه بډايه اداره ده نو بلخوا يې کارکوونکي په کار پوه مسلکي کسان دي.

نوموړی نظر ورکوي که چيري دا اداره بنديږي نو حکومت يا نوې اداره دې هم هغه زاړه کسان پر خپل ځای پرېږدي تر څو په نصابي يا انتظامي چارو کې بدلون رامنځ ته نشي.

((که چيرې سيو د چلډرن عمله موجوده نه وي او داسې اشخاص موږ ته راشي چې هغوی خپله په پښتو ژبه ليکل او لوستل نشي کولای نو هغه به زموږ تعليمي پروګرام څنګه مخ ته بوځي؟ که بله موسسه راځي نو بايد هغو اشخاصو ته پکې برخه ورکړل شي چې د دې تعليمي پروګرام سره بلدتيا ولري او دا پروګرام په صحيح توګه سر ته ورسوي او زموږ له دود، کلتور او عنناتو سره بلديت ولري.))

د افغان کډوالو تر دغو اندېښنو وروسته چې مې کله په اسلام آباد کې د سيو د چلډرن له مرکزي دفتر سره تماس ونيوی نو د موضوع د حساسيت له کبله يې چارواکي حاضر نشول چې د ادارې د تړلو پر پرېکړې غبرګون وښيي او يا د کډوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

سيو د چلډرن اداره په بلوچستان کې له صوبايي حکومت سره په ګډه کار کوي او ټاکل شوې چې په روانه جولای مياشت کې خپل ټول سامانونه او دفتري چارې صوبايي حکومت ته وسپاري.

د بلوچستان د تعليم له صوبايي وزير سردار رضا محمد بړېڅ څخه چې مې کله د سيو د چلډرن د تړلو او د افغانانو د اندېښنو په اړه وپوښتل نو نوموړي وويل چې مرکزي حکومت ته يې ويلي تر څو خپله پرېکړه بېرته واخلي ګنې تر اختر وروسته به دوی پخپله يو متبادل انتظام کوي.

((موږ پر دې موضوع له مرکزي حکومت سره راخيستې ده. زموږ صوبايي حکومت همدا غوښتنه لري چې سيو د چلډرن بايد په بلوچستان کې بند نشي ځکه د دې له وجې کېدای شي موږ ته نور تاوان هم را ورسيږي او نورې موسسې چې دلته زموږ سره په شراکت د تعليم په څانګه او نورو ټولنيزو څانګو کې کار کوي، پر هغو منفي اغېز وکړي. موږ پوره هڅه کوو چې دا پروګرام بېرته بحال کړل شي او که داسې ونشول نو بيا به تر اختر وروسته خپل يو پروګرام ورته جوړوو))

سيو د چلډرن که يو خوا په بلوچستان کې زرګونه افغان ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې نو بلخوا د دوی تر انتظام لاندې په ښوونځيو او ليسو کې يې سلګونه افغانانو ته د ښوونکو په حيث د کار او روزګار زمينه هم برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG